ټولنه

په کندزکې په سلګونو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

٣- کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر
په کندز کې په ٦٠٠ کورنيو نغدې پيسې او ژمنۍ جامې وويشل شوې.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د کندز له پېښو سره د مبارزې رياست د مهاجرينود نړيوال سازمان په همکارى په ٥٨٩ کورنيو چې د طبيعي او غير طبيعي پېښو څخه زيانمن شوي دي او د کندز ښار ته بېځايه شوي دي نغدې پيسې اوژمنۍ جامې وويشل شوې.
په هرې کورنى ١٥٣٥٠ افغانى نغدې پيسې اوژمنۍ جامې وويشل شول.
د دغو مرستو په بهير کې د کندز ولايت يوشمېر مسوولانو اود مهاجرت د نړيوال سازماند د دفتر استازي برخه لرله .
ختم_ ش= ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا