ټولنه

په کندز کې د اصلاح شويو غنمو د وېش بهیر پيل شو

۲۱- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
په کندز کې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش پروګرام پرون پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ د کندز د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ رياست د غنمو څه دپاسه ۷۰۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه په دغه ولايت کې پر يو زرو ۴۰۰ بزګرانو ووېشل.
هغه زياته کړه چې د یادو غنمو لګښت څه دپاسه ٣١ میليونه افغانۍ کېږي چې ٦٠ سلنه يې کروندګر ورکوي.
ختم- شکريه-اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا