ټولنه
په کندز کې د هزاره خلکو شورا جوړه شوه

په کندز ولايت کې د هزاره خلکو شورا پرون جوړه شوه
ددغې شورا يو غړى وايې :هغوى له نورو قو مو نو سره دښو اړيکو دپيا وړتيا او په افغا نستان کې دټولنيز ثبات په لاره کې د کار په مقصد دغه شورا جوړه کړې ده
ددې شورا رئيس محمدعيسي رحيمي پرون دهزاره خلکو دشورا د اعلامولو په غونډه کې وويل: هغوى له دولت څخه د ملا تړ په ترڅ کې هلې ځلې کوي چې د امنيت په تا مينولوکې له افغان ځوا کو نو سره مرسته و کړي
رحيمي په افغا نستان کې دقو مونو يو والۍ له اوسنې بحران څخه د افغا نستان د تيريدو يواځينې لاره وبلله او ژمنه يې و کړه چې دغه شورا به په هيواد کې د ملت په جوړښت کې هلې ځلې و کړې
په دې غونډه کې ددولت سيمه ييزو چاروا کو هم په خبروکې د هزاره خلکو دشورا له غړو څخه وغو ښتل چې د امنيت اوملي يو والۍ د تامينولو په لاره کې ګام وا خلي