امنیت

په کونړکې د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې

کابل / د مرغومي ۲۴ / باختر
د اوبو لګولو د یوکانال په جوړولوسره په کونړکې د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې د اړتیا وړاوبه برابرې شوې.
دغه کانال د څه نا څه ۵۰۰ متروپه اوږدوالي په څوکۍ ولسوالۍ کې د اوبو له یوسرچینې څخه پیل شوی دی او د بزګرانو کروندوته رسېږي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې د اوبولګولود دغه کانال د جوړولو لپاره یومیلیونو اته سوه پنځوس زره افغانۍ ولګاوه.
د کونړ د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا ریاست مسوول باخترآژانس ته وویل چې د اوبولګولو د دغه کانال په جوړولوسره د بزګرانو د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې.
بزګرانو د دغه کانال له جوړولوڅخه خوښ دي اوهغه د خپل کارد ښه والي سبب بولي.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا