خبرونهاقتصاد

په کونړکې د شاتو حاصلات زيات شوي دي

کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
په کونړ کې د شاتو حاصلات د تېرکال په پرتله زيات شوي دي.
د وړاندې شويوشميرو له مخې؛ سږکال د کونړ د مچيو د روزنې له فارمونو څخه څه ناڅه ٣٤ ټنه شات ترلاسه شوي دي. په داسې حال کې چې دغه شمېر تېرکال ٢٥ټنه و.
په کونړ کې د شاتو مچيو د روزنې ٦٣ کوچني او ستر فارمونه شته چې له دې فارمونو څخه لس ډوله شات ترلاسه کيږي.
د کونړ هوا د شاتو مچيو د ر وزنې او د شاتو د حاصلاتو د ښه والي لپاره مناسب بلل شوى دى.
د کونړ د کرنې او اوبو لګولو رياست د څارويو د روغتيا او د مالدارۍ د خدمتونو آمر ګل رحمن عنانزي باختراژانس ته وويل چې د شاتو مچيو د روزنې د فارمونو زياتوالي د شاتومچيو له نويو لارو چاروڅخه د فارمونو د خاوندانو خبرتيا او هغوى ته د وسايلو ويشل د دغه صنعت د ښه والي په کونړ کې د شاتو د زياتوالي له اصلي علتونو څخه دي.
د کونړشات زياتره د افغانستان په بازارونو کې پلورل کيږي اوس يو کيلوخالص او کيفيت لرونکي شات د هېواد په بازارونو کې په ١٥٠٠ افغانيو پلورل کيږي.
د کونړ د کرنې او اوبولګولو د رياست مسوولين وايي هلې ځلې کوي چې د شاتو مچيو دروزنې د فارمونو په زياتولو او د فارمونو د خاوندانو او کارکوونکو په روزنې سره په دغه ولايت کې د شاتو حاصلات زيات کړي.
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا