خبرونهاقتصاد

په کونړکې د ليمو لسګونه بڼونه جوړ شوي دي

٢٢- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
په کونړکې د ليمو په لسګونو نوي بڼونه جوړ شوي دي.
ټاکل شوې ده د ليمو دغه بڼونه تر راتلونکو دوو کلونو پورې حاصل ورکړي.
د کونړ له بڼونو څخه هرکال په زرګونه ټنه ليمو راټولېږي خو حکومت هلې ځلې کوي د نويو بڼونو په جوړولو سره په دغه ولايت کې د ليمو حاصلات زيات کړي.
د کونړ د کرنې او اوبولګولو د رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې دغه بڼونه په ٢٣جريبه ځمکه کې نوي جوړ شوي دي .
د دغوبڼونو د جوړولو لګښت اسيايي پرمختيايي بانګ ورکړى دى.
د کونړليمو اوس يواځې د دغه ولايت په بازارونو کې پلورل کېږي او هيله کېږي چې تر راتلونکو څوکلونو پورې د کونړ ليمو د هېواد د نورو ولايتونو او آن پايتخت بازارونو ته ورسېږي.
د کونړ په ګډون د افغانستان ختيځې سيمې د ليمو د وڼو د روزنې لپاره مناسبه هوا لري .
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا