ټولنه

په کونړ کې خبریالان: د خبریالانو قاتلین دې محاکمه شي

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په کونړ کې خبریالانو له دولت څخه وغوښتل چې د دوی ژوند ته پاملرنه وکړي او وسله والې ډلې دې د خبریالانو له وژنو لاس واخلي.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ یو شمېر خبریالانو په دې وروستیو کې د خبریالانو د هدفي وژنو په اړوند د خپلې اندېښنې د څرګندولو په موخه په اسعدآباد کې راټول شوي وو او له دولت څخه یې وغوښتل چې د خبریالانو ژوند ته پاملرنه وکړي او د وژل شویو خبریالانو قاتلین دې محاکمه کړي .
د امریکاغږ خبریال وویل چې دوی په دې موخه راټول شوي دي خپل غږ پورته کړي چې دوی بې دفاع کسان دي او ښکیلي لوري دې د دوی ژوند ته پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړه چې خبریالان بې پري دي او یواځې حقیقت خلکو ته رسوي.
یو بل خبریال وایي: موږ له دولت څخه غواړو چې د خبریالانو ژوند خوندي کړي او له وسله والو ‌ډلو غوښتنه کوو چې خبریالان مه وژنئ، دوی د دې ټولنې ژبه، سترګې او غوږونه دي او په هېچا پورې تړلي نه دي .
د یادونې وړ ده چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر هم د خبریالانو هدفي وژنې غندلې دي او له دولت څخه غوښتنه کړې ده چې د خبریالانو پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي او له وسله والو ډلو یې هم غوښتي دي چې دا وحشي عمل پرېږدي.
هغه دغه راز ویلي دي چې که دولت د دوی غوښتنې ونه مني؛ په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا