فرهنګ

په کونړ کې د ارواښاد پروفیسور پوهاند رسول امین یوولسم تلین ونمانځل شو

۲۶- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د کونړ د اطلاغاتو او فرهنګ ریاست په یوه غونډه کې د ارواښاد پروفیسور پوهاند رسول امین یوولسم تلین ونمانځه.
په یاده نمانځغونډه کې قومي مخورو، ځوانانو، لیکوالانو، د پوهنتون استادانو او د قلم خاوندانو ګډون کړی و.
پوهاند په لنډمهاله اداره کې د پوهنې وزیر او د افغانستان د مطالعاتو رییس پاتې شو چې په ۲۰۰۹ کال په اکټوبر کې په اسټرالیا کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې او جنازه یې د کونړ د مرکز آسعداباد په کرهاله کې خاورو ته سپارل شوه.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس جنت ګل فدا د پوهاند رسول امین په ژوند رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې ارواښاد د هېواد د پرمختګ او پوهنې په برخه کې ډېرې هڅې کړې دي.
د فدا په خبره؛ پوهاند رسول امین یو شمېر آثار لیکلي او زیات شمېر یې له نورو ژبو راژباړلي دي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید او نورو علمي او اکاډمیکو شخصیتونو هم د پوهاند رسول امین پر ژوند، شخصیت او کارنامو خبرې وکړې او لیکلې مقالې یې ولوستې.
 پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا