ټولنه

په کونړ کې د سلګونو جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابرېږي

٣٤- کابل /دمرغومې ٦مه /باختر
د اوبو لګولو د يو کانال په جوړولو سره ټاکل شوې ده په کونړکې د سلګونو جريبه ځمکې د اړتيا وړ اوبه تامين شي.
دغه کانال د حکومت له خوا د ٤١ميليونوافغانيو په لګښت په نورګل ولسوالۍ کې جوړېږي.
د کونړ د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست يو مسوول باختر اژانس ته وويل چې د دغه کانال په جوړولو سره سلګونوجريبه ځمکې لپاره اوبه تامنېږي.
ټاکل شوې ده دغه کانال تر راتلونکو ٦مياشتو پورې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا