
کابل / د ليندۍ ٧ مه / باختر
په کونړ کې د پيازو او پټاتو د ساتلو لپاره ۸۰ زېرمې تر یوې اوونۍ پورې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کونړ د کرنې، ابولولګو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د پیازو د ۴۰ او د پټاتو د ۴۰ زېرمو د جوړولو او دغه راز د سبو د وچولو د ۳۰ دستګاوو د درولو کار د بشپړېدو په حال کې دی او تر یوې اوونۍ پورې پرانیستل کېږي.
ویل کېږي د دغو پروژو ټول لګښت ۴۴ میلیونه افغانۍ شوې دي چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او نور یې استفاده کوونکي ورکړې دي.
پای/ ع