ټولنه

په کونړ کې سلګونو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

٣٧- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
په کونړ ولايت کې سلګونو اړو کورنيو ته خوراکي توکي وويشل شول.
دغه کورنى چې په نرنګ ولسوالۍ کې ژوند کوي د ملي دسترخوان د پروګرام په چوکاټ کې مرستې ترلاسه کړې .
د کونړ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې پړاو کې د نړنګ ولسوالۍ ٥٢٥ کورنيو د ملي دسترخوان د پروګرام په چوکاټ کې اوړه ، غوړي، وريجې ، لوبيا، دال ، مالګه او د پخلنځي وسايل ترلاسه کړل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې د کونړ له نورو زرګونو اړو کورنيوسره مرستې ډير ژر پيلېږي.
ختم_ ج _ ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا