ټولنه

په ګذرې ولسوالۍ کې یو وات کانکرېټ کېږي

– کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د یو واټ د کانکرېټ کار پیل شو.
دغه واټ د دوه زره ۵۰۰ مترو په اوږدوالي او د پنځو مترو په سور د لسوالۍ څو کلي له بازار او د هرات له لویې لارې سره نښلوي.
د هرات والي عبدالوحید زاهد قتالي باختر آژانس ته وویل چې دغه واټ د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت د ۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت کانکرېټ کوي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی سید عظیم کبرزاني د یاد واټ د کار په پرانیستلو کې د واټونو پر جوړولو او کانکرېټ کې د حکومت د هلوځلو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا