امنیت

په ګوسفندي ولسوالۍ کې د طالبانو بريد ناکام شو

٣٦- کابل/ د لیندۍ۲٦مه/ باختر
په سرپل کې تېره شپه له پوليسو سره په نښته کې ٣ وسله وال طالبان ووژل شول.
د سرپل د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر باختراژانس ته وويل؛ يوې ډلې وسله والو طالبانو د سرپل په ګوسفندي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد وکړ چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول او په پايله کې دوه نور وسله وال طالبان ټپيان او پاتې نور له سيمې څخه وتښتېدل.
خبرځاى زياته کړه په دې نښته کې د دښمن يو کرولا موټر او يوشمېر جنګي وسايل هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا