امنیت

پولیسو په پکتیا کې د یوې چاودنې مخه ونیوله

ګردیز / دمرغومي / ۲۴/ باختر
پولیسو تېره شپه په پکتیا کې د یوې چاودنې مخه ونیوله.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند حیات الله احمد زي د باختر اژانس خبریال ته وویل :
د پکتیا پولیسو د دغه ولایت مرکز ګردیز د کرمایشي په ساحه کې یو ماین چې په یوې بشکه کې ځای پر ځای شوی و کشف او شنډ کړ.
هغه وویل چې د دې پېښې په اړوند تر اوسه څوک نه دى نیول شوى .
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا