خبرونهفرهنګ

پوهاند باوري : د نوروز جشن په پرتم سره ونمانځل شي

٣٦- کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
د نوروز جشن د ترسره کولو لپاره د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د کاري کمېټې لومړى غونډه نن جوړه شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري وويل چې دغه غونډه د نوروز جشن د ملي کمېسيون د تشکيل، د نوروز جشن د ترسره کولو د څرنګوالي او د دغه جشن د جوړولو لپاره د بودجې په اړه جوړه شوه.
د پوهاند باوري د څرګندونوله مخې ؛ د نوروزجشن بايد په ټول افغانستان کې په پرتم سره ونمانځل شي او په دې جشن کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت فعاليتونه په پراخ ډول وښودل شي .
د غونډې غړو د تېروکلونوپه نسبټ په متفاوت ډول د نوروزجشن د جوړولو په اړه ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د نوروزجشن جوړول بايد په کابل پورې محدود نه شي او د هېواد په ټولو زونونوکې د نوروز جشن د اطلاعاتواوفرهنګ د وزارت له خوا ونمانځل شي .
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا