ټولنه

پوهاند ډاکټر الف شاه ځدران له نړۍ سترګې پټې کړې

کابل/ د تلې ٢مه / باختر
د کابل پوهنتون استاد پوهاند ډاکټر الف شاه ځدارن د ورپېښې ناروغۍ له امله پرون د ۷۶ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
پوهاند ډاکټر الف شاه ځدارن د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی لوستی و او بیا یې په امریکا کې دوه ماسترۍ اخیستې وې – یوه په انسان پېژندنه او بله هم په لرغونپېژندنه کې. همدارنګه په انسان پېژندنه کې یې له امریکا څخه دوکتورا هم ترلاسه کړې وه.
ده د خپل عمر ډېر کلونه په کابل پوهنتون کې د استادۍ سپېڅلې دنده سرته ورسوله او د څو کلونو لپاره د کابل پوهنتون علمي مرستیال و. ګڼ محصلان یې وروزل، علمي آثار یې ولیکل او همدرانګه په ژباړه کې یې هم ځانګړی مهارت درلود او ډېر آثار یې ژباړلي دي. د ده مړینه د هېواد علمي کورنۍ ته ضایعه ده.
پاى- ن- ش

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا