امنیت

څلورتنه انسان تښتونکي ونيول شول

کابل باختر د سلواغى ٤ مـــــه

پو ليسو په کا بل ښارکې دڅلورو تنو انسان تښتونکو دنيولو خبرورکړ چې يويې داتوکلونو را په ديخوا تر تعقيب لاندې وو.

د١٠١ اسما يې زون د جنا يي جرمو نو پرخلاف دمبارزي رئيس جنرال محمد ظا هر نن په يوه خبري کنفر ا نس کې وويل: دغه څلور کسيزه ډله چې رهبري يې دعبدالصمد په نا مه يوه سړى کو له  ،چې د ا نسان تښتونې اتو پيښو ته يي  سا زمان ور کړې و ، ونيول شوه

 د باختر دا طلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې : دپو ليسو دغه مقام څرګنده کړه چې دغو کسا نو د تيري جمعى په ورځ ډاکتر شعور نيا زي د تايمنيو د پروژي په دويم سړ ک کې تښتو لى و او دده دخوشي کولو په بدل کې يې دده له کورنۍ څخه د رې مليو نه امر يکا يې ډالر غو شتې وو خو د شعور کورنۍ ددغو پيسو له ورکولو څخه ډډه کړې وه

 دجنا يي جرمو نو دڅيړنو رئيس زيا ته کړه ډا کتر شعور نن شپه ددوو ميخونو په کارولو سره زولاني او ولچک پرا نيستل او له انسان تښتوونکو له منګولو څخه وتښتيد اوځان يې د يوولسمې حو زى پوليسو ته ورسا وه

له دې وروسته پو ليسو په اقدام لاس پوري کړ او دغه کسان يي ونيول

ويل کيږې دغه افراد او په ځانګړې ټوګه عبدالصمد په څو انسان تښتونې او اختطاف کې لاس درلود.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا