خبرونهامنیت

څلور تنه د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيول شول

٤٢- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
يو تن د نشه يي تابليتونو د قاچاقو او درې تنه نور د نشه يي توکو د پلورنې په تور له کابل ،بلخ او هرات څخه ونيول شول.
د کورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پوليسو د کابل، هرات او د بلخ د ولايتونو په مربوطاتو کې د عملياتو په بهير کې يو تن د تابيت کا د قاچاقو په تور او درې تنه نور د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيول .
د تابليت کا د قاچاقو په اړوند يوتن له ١٤٢٥تابليت کا سره د کابل ښار د ١٢ حوزې له مربوطاتو څخه ونيول شو او د نشه يي توکو د پلورنې په اړوند درې تنه له يوې اندازې هيروئينو، شيشې او چرسو سره د کابل ، هرات او د بلخ په ولايتونوکې ونيول شول.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا