امنیت

څلور طالبان په بادغيس کې ووژل شول

۳۲- کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
څلور وسله وال طالبان نن د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
د بادغيس ولايتي شورا رييس عبدالعزيز بيګ باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د قادس ولسوالۍ په قرچغي سيمه کې پر امنيتي پوستې د بريد د پلان پر جوړولو بوخت و چې پرې هوايي بريد وشو او ووژل شول.
هغه وويل چې په بريد کې د هغوى پټنځى اوجنګي وسايل هم له منځه يوړل شول.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا