امنیت

څلور طالبان په سمنګانو کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر

څلور وسله وال طالبان تېره شپه په سمنګانو کې د پوځيانو په عملياتو کې ووژل شول.

د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منير رحيمي وويل چې دغه وسله وال طالبان د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ په کوکجر کلي کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول او درې نور یې ټپيان شول.

خبرځاى زياته کړه: د دښمن درې مړي، درې کلاشينکوفونه او درې موټرسايکلونه د جګړې په ډګر کې پاتي دي.

رحيمي زياته کړه چې د عملياتو په بهير کې د پوليسو يو سرتېري ټپي شوى دى.

ويل کېږي دغه عمليات هغه وخت په کوکجر کې پيل شول چې وسله والوطالبانو د سيمې د خلکو په ځورونې لاس پورې کړ.

ختم- ج-اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا