امنیت

څلور طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
څلور وسله وال طالبان پرون له غرمې وروسته په غزني کې د امنیتې ځواکونو په کمین کې ووژل شول.
د غزني د امنيې قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنیتي ځواکونو په کمین کې ووژل شول.
سیرت زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو بل وسله وال طالب ټپي شو او د هغوی جنګي وسایل د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلل.
پای/شکریه

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا