امنیت

څلور وسله وال طالبان ووژل شول

٤٤- کابل / د لړم٢٨مه /باختر
٤ وسله وال طالبان نن سهار په سرپل کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
د سرپل د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر وارث وهاج باختراژانس ته وويل يوې ډلې وسله والو طالبانو په سانچارک ولسوالۍ او د لومړى لمبر لويې لارې په تګلوري کې د افغان ځواکونو پرپوستو بريد وکړ چې د جګړې په پايله کې د ملا نسيم په نامه د وسله والوطالبانو يو سرګروپ له دريو افرادو سره يې ووژل شو او ٢ نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه نور وسله وال طالبان له سيمې څخه وتښتېدل او د طالبانو دوه مړي او يوه نقليه واسطه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
ختم_ ج –اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا