امنیت

څلور ډار اچوونکي په ننګرهار کې ونيول شول

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
په ننګرهار کې تېره شپه د داعش ډلې درې غړي او يو وسله وال طالب ونيول شول.
دغه کسان په چپرهار او بهسودو ولسواليو کې د عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه کسان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې په ننګرهار کې د ډار اچوونکو په لسګونو پېښو کې پر خپل ګډون اعتراف وکړ.
د طالبانو او داعشيانو ډلو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-شکريه –اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا