ښوونه او روزنه

څه دپاسه درې زره تنو زده کوونکو ته دزده کړي ښه زمينه برابره شوه

کابل باختر د سلواغي  پنځمه

  په نيمروز ولايت کې ددريو ښوونځيو دودانيو دجوړولو کار نن پاى ته ورسيد .

 دنيمروزولايت دپوهنې رييس خليل الله رحماني دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  ددوو ښوونځيو ودانۍ د زرنج ښار  په مربوطاتوکې او يوه بله  ودانۍ  په چخانسور  ولسوالۍ کې جوړي شوي دي .

 خبرځاى  څرګنده کړه دغه ودانۍ  دنړيوال بانک په مرسته  ددولسو  مليونو افغانيو په لګښت  جوړي شوي دي چې  هره يوه يې اته درسي او څلور اداري خونې لري .

 خبرځاى زياته کړه ددغو ودانيو په جوړولو سره درې زره  سلو تنو زده کوونکو  ته دزده کړي  مناسبه  فضا برابره شوې ده  چې پخوا دغوزده کوونکو په پرانستې فضا کې  زده کړه کوله .

 ديادونې وړ ده  دنيمروزولايت په ١٢٨ ښوونځيو کې نهه شپيته زره تنه نجونې اوهلکان په زده کړه بوخت دي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا