خبرونهاقتصاد

څه دپاسه ۱۰۰ پروژې په بامیانو کې پرانیستل شوې

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
د بامیانو په پنجاب ولسوالۍ کې د ۱۱۸ پروژو د جوړولو کار بشپړ شو او نن پرانیستل شوې.
د بامیانو د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا رییس محمد رضا پیمان د باختر آژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې دغه پروژې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱۳۶ میلیونو افغانیو په لګښت د دغه ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د دوو کلونو په بهیر کې پلې شوې دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو پرمختیايي پروژو کې کرنه، د څښاک اوبه، سړک او سولري برېښنا شامله ده چې د پنجاب ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کې د خلکو په ونډې او همکارۍ سره پلې شوې دي او د سیمې څه د پاسه ۸۰ زره اوسېدونکو له ښېګنو څخه یې ګټه اخلی.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا