امنیت

څه ناڅه۱۰۰ طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
په قندهار کې څه ناڅه ۱۰۰ وسله وال طالبان په نويو جګړو کې ووژل شول او ١٨ نوریې ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار په معروف، پنجوايي او ژيړۍ ولسواليو کې هغه وخت ونښتې چې د وسله والو طالبانو په ډلې پورې يرغلګرو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
د قندهار امنيه قوماندان تادين خان باختر آژانس ته وويل چې په يادو جګړو کې ٩٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٨ نور یې ټپيان شول.
هغه وويل چې په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو څو پاکستاني قوماندانان او جګړه ماران هم شامل دي.
جنرال تادين خان وويل: کله چې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل چې له ځمکې او هوا څخه پرې بريدونه وشول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په دغو جګړو کې د وسله والو يرغلګرو لسګونه جنګې وسايل او موټرسايکلونه د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
د قندهار پوليسو مسوول وايي چې د ډاراچونې ضد عمليات همدا اوس په پنجوايي، ډنډ او ژيړۍ ولسواليو کې دوام لري او ډېر ژر به یادې ولسوالۍ د وسله والو ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا