خبرونهامنیت

څوارلس طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د مرغومي٢٣ مه / باختر
په زابل کې ۱۴ وسله وال طالبان له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
دغه نښته تېره شپه په شملزي ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د پوځیانو پر پوستې برید وکړ.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې نښته کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا