نړۍ

چېن وينزويلا ته شپږ مليارده ډالره پور ورکوي

چينايي مامورينو  پرون په وينزويلا کې د نفتي صنايعو دپراختيا په مقصد دغه هيواد ته دشپږو ملياردو ډالرو پور د ورکولو تړون لاسليک کړ .

 دغه تړون دوينزويلا په پايتخت کاراکاس  ښار کې لاس ليک شو او دغه پور به چين ته دتيلو دصادرولو  په چوکات کې  بيرته ورکړي شي .

 ددغه  تړون له لاسليک کولو وروسته دوينزويلا جمهور رييس هوګوچاويز دخپل هيواد دپرمختيا لپاره ديوې زميني په توګه له چېن سره داړيکو دفاع وکړه .

 دچين دسينهوا  خبري سايت له خولي دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، چين په وروستيو  کلونوکې وينزويلا ته په ستر پورورکوونکي  بدل شوى دى او پخوا يې هم کاراکاس ته د ٣٢ ملياردو ډالرو پور دورکولو ژمنه کړې ده .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا