سیاستخبرونهTOP

ډاکتر عبدالله : د افغانستان د اسلامي جمهوريت سولې ته د رسېدو لپاره ژمن دى

٥٨- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحده ايالاتو له ځانګړى استازى زلمي خليل زاد سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې په داسې حال کې چې په کابل کې د امريکا د سفارت شارژدافير راس ويلسون او په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ د ځواکونو قوماندان جنرال سکات ميلر هم حاضر و، د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس د سولې له هلوځلو د امريکا د متحده ايالاتو د هميشنيو همکاريو او ملاتړ څخه په مننې سره د خبرو په لومړى پړاو کې د ترلاسه شويو پرمختګونو څخه خوښئ څرګنده کړه .
ډاکتر عبدالله عبدالله وويل د خبرو دويمه دوره د دواړو لورو ترمنځ پيلېږي. اود افغانستان د اسلامي جمهوريت هيئت نن د نظام په غوڅ ملاتړ د خبرو د پيل لپاره دوحې ته لاړ.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ټينګار وکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوريت سولې ته د رسېدو لپاره ژمن دى .او هلې ځلې کوي چې په هېواد کې د دايمي سولې اوثبات د ټينګښت لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي.
ډاکتر عبدالله عبدالله د تاوتريخوالي او د هدفمندو وژنو زياتوالي د منلو وړ ونه باله اود دوامدارې سولې د ټينګښت لپاره پر دايمي اوربند ټينګاروکړ.
دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړى استازى ډاکتر زلمي خليل زاد د خبرو د لومړى پړاو د بريالي پاى ته رسېدو په خاطر په خوښئ سره دوحې ته د هيئت د سفر او د بين الافغاني خبرو د دويمې دورې پيل لپاره يې د سولې له هلوځلو څخه د امريکا د متحده ايالاتو د ملاتړ پردوام ټينګاروکړ.
خليل زاد زياته کړه چې دواړه لورې بايد د دايمي سولې د ټينګښت او د جګړې د پاى ته رسولو لپاره له موجود فرصت څخه زياته استفاده وکړي .
خليل زاد هم په خپلوخبرو کې د تاوتريخوالي زياتوالي د منلو وړ ونه بلل او د تاوتريخوالي پرکمښت يې ټينګاروکړ.
ختم_ ج – ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا