سیاستتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کابل ته د عمران خان سفر او د دواړو هېوادونو د همکاریو لرلید

٨- کابل / د لړم ۳۰مه/ باختر
د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون کابل ته راغلی و او په ارګ ماڼۍ کې یې د افغانستان له جمهوررییس محمد اشرف غني سره وکتل.
وروسته دواړو یو ګډ خبري کنفرانس ته د خپلو خبرو په اړه څرګندونې وکړې.
د باختر آژانس مفسر دغه سفر او د هغه پایلو ته کتنه کړېده او لیکي:
دا کابل ته د عمران خان لومړی سفر و، هم د پاکستان د صدارعظم په توګه اوهم د پاکستان د یو عادي وګړي په توګه. سفر د جمهوررییس محمد اشرف غني په رسمي بلنه ترسره شو. سفر داسې مهال ترسره شو چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې شکونه، ستونزې او ننګونې زښتې ډ‌ېرې دي. له سفره لومړۍ تمه او هیله هم دا وه او ده چې دغو شکونو ته پای ورکړي او د ستونزو د حل لپاره په ګډه اغېزمنې لارې ومومي.
که د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې ستونزې شته؛ خو د ګډ کار لپاره فرصتونه هم شته. دواړه هېوادونه ګډې ستونزې لري لکه د ترهګرۍ ګواښ، بې ثباتي او بېوزلي. د دغو ګډو ستونزو د حل هڅې ګډ فرصتونه رامنځ ته کوي چې باید دواړه لوري ترې ګټه واخلي. اوس د هغو کلاسیکو سیاستونو وخت تېرشوی دی چې یو ګاونډي به خپل امنیت او ثبات د بل ګاونډي په ناامنه کولو او بې ثباته کولو کې لټاوه، یو ګاونډي به خپل اقتصادي پرمختګ د بل ګاونډې په اقتصادي وروسته پاتي والي کې لټاوه، یو ګاونډي به د خپلو خلکو سوکالي او نېکمرغي د بل ګاونډي په بدمرغه کولو کې لټوله. اوس په نړیوالو اړیکو کې نوی پړاو پيل شوی دی.همدارنګه نړۍ بدلون موندلی دی او د ارتباطاتو نوي تکنالوژۍ اوبڼې هېوادونه او ولسونه سره نږدې کړي دي. که یو هېواد ناامنه وي، نو ګاونډۍ که اوسپنیز دېوالونه هم تر پولو راتاوکړي، نه شي کولای چې له دغو ناامنیو بچ او خوندي پاتي شي. دا رښتیا ده چې نن نړۍ د یو کلي بڼه غوره کړېده. موږ د کرونا ویروس چټکه پراختیا د سر په سترګو ولیده. ډېرو هېوادونو خپلې پولې وتړلې، تګ راتګ یې بند کړ، الوتنې یې ودرولې؛ خو له دغو ټولو هڅو سره سره دوی بریالي نه شول چې د کرونا ویروس د ورتګ مخه ونیسي.
ترهګري هم یو خطرناک ویروس دی او ژر خپرېږي. که تر څوکلونو وړاندې پورې ځینو داسې ګڼله چې له ترهګرۍ او ترهګرو ډلو ستراتېژیکو موخو ته د رسېدو د یوې وسیلې کار اخیستل کېدای شي؛ نو وروستیو پرمختیاوو د نړۍ په ګڼو سمیو کې او په تېره بیا په دغه سیمه او جغرافیه کې چې افغانستان او پاکستان په کې پراته دي، دا ثابته کړه چې نور نو له ترهګرۍ د دغه راز یوې وسیلې کار اخیستل کېدای نه شي. ترهګري خپل او پردی نه پېژني او د خپلو اهدافو لپاره که فرصت ترلاسه کړي نو پر هر چا برید کوي. ترهګر باید یو ګډ دښمن وبلل شي او پرخلاف یې ګډه مبارزه وشي.
امنیت او ثبات د افغانستان او پاکستان دواړو په ګټه دی. نن دواړه هېوادونو اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري؛ خو اقتصادي پرمختګ د امنیت او ثبات له ټینګېدو پرته ترلاسه کېدای نه شي او امنیت او ثبات تر هغو راتلی نه شي چې ترهګري په سیمه کې ونه ځپل شي. د ترهګرۍ ځپل د امنیت او ثبات د بسیاکولو لپاره لومړی او برخلیک ټاکونکی شرط دی. پاکستان باید د سولې په ټینګولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي. لکه جمهوررییس محمد اشرف غني چې له عمران خان سره په خبرو کې وویل دواړه هېوادونه باید د یو ستراتېژیک لیدلوري د پياوړي کولو لپاره کار وکړي، داسې ستراتېژیک لیدلوري لپاره چې هغه د سوداګرۍ او اقصتادي او ترانزیتي اړیکو د پراختیا پر بنسټ ولاړوي. دغه راز لید لوری د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
هیله او تمه مو دا ده چې د عمران خان دا سفر به د دغه راز یو ستراتېژیک لید لوري په پياوړي کولو کې مرسته وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ به د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ د همکاریو نوی باب پرانېزي.
پاى- ن.ش.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا