خبرونهامنیت

کابل ته څېرمه د درېيو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د ١١١ فرقې ځواکونو نن سهار د کابل په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د درېيو ماينونو د چاودنو مخه ونيوله.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان باختر آژانس ته وويل: د١١١ فرقې ځواکونو د کابل په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وسايطو ضد درې ښخ کړای شوي ماينونه کشف کړل او په سيمه کې یې وچول.
د دغو ماينونو په کشف سره د لسګونو بېګناه هېوادوالو ژوند وژغورل شو.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا