خبرونهامنیت

کابل ته څېرمه ځانمرګی بريد وشو

۴۲- کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله يو ملکي ووژل شو.
دغه پېښه نن له غرمې وروسته د پغمان په خالداري کلي کې يو جومات ته څېرمه رامنځته شوه.
په دغه جومات کې د قرآن عظيم الشان د ختم مراسم دوام درلود، خو ځانمرګي بريدګر مخکې له دې چې جومات ته ننوځي، د ده پر ځان تړل شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل.
امنيتي خبرځايونو په دې پېښه کې د يو ملکي شهادت تاييد کړی دی.
د پېښې په اړه زيات جزييات نه دي ورکړل شوي.
د کابل ښار په خوشحال مينې ساحه کې پرون د يو موتر بم په چاودنه کې ۱۰ تنه ووژل شول.
د تروريستي پېښو زیاتېدل د کابل د خلکو مهمې ستونزې دي چې امنيتي بنسټونه د هغو په مخنيوي کې ناکام وو.
ختم- ج – اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا