کابل_ ګر ديز لارې د ترافيکو پرمخ پرا نيستې دي

دپکتيا ولايت د فوايد عا مې رئيس وا يي چې د کابل ګرديز لارې د ترافيکو پرمخ پرا نيستې دي اودرندو وسايطو په تګ را تګ کې هيڅ را ز ستونزه نه شته
دغه څرګند ونې په داسي حال کې چې ځينو رسنيو خبر ورکړي دي د وا ورې داورښت له ا مله د ګرديز کابل لو يه لاره د ترافيکو پرمخ تړ لې ده .
دپکتيا ولايت دفوايد عا مې رئيس عبد الله درا ني د باختر اطلاعاتي ا ژانس ته وويل دغه رياست د تيري شپې له يوې بجي څخه تر او سه پورې ددغه ولايت په مرکز او مربو طاتوکې دلارو په پا کولو بوخت دي او تر اوسه پورې د ترافيکي وسايطو دتګ را تګ په برخه کې هيڅ راز ستو نزه نشته .
ده زيا ته کړه د تيري د غا ښې په سا حوکې څلور تيلري واسطي د چاينو نو د نه لرلو له ا مله دفوايد عا مې رياست د منسو بينو له خوا درول شوي دي چې د ستو نزې له لري کولو وروسته چلوونکى کولاى شي خپل حر کت ته دوام ورکړې