خبرونهټولنه

کرځنده پلورونکي د ښار په مرکزي سيمو کې ځاى پرځاى کېږي

۲۹- کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
په داسې حال کې چې د کابل ښار په مرکزي سيمو کې د ګرځنده پلورونکو او لاسي کراچيو له اندازې زيات ګنه ګوڼه د ترافيکو او د واټونو نظم ګډوډ کړى دى؛ خو کابل ښاروالۍ د ګرځنده پلورونکو او لاسي کراچيو د ځاى پرځاى کولو لپاره نوې طرحه ترلاس لاندې نيولې ده.
د کابل ښاروالۍ يو مسوول وايي چې نوې طرحه نن له تيمورشاهۍ ساحې څخه چې په کابل ښار کې يو ګڼ ميشت سړک دى؛ پيل شوې ده.
د کابل ښاروالۍ د وياند مرستيال معروف عليزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دوه مياشتې مخکې له ګرځنده پلورونکو څخه د ساحې له پاکولو وروسته دغه سيمه ګډوډه شوې وه. کابل ښاروالۍ له ګرځنده پلورونکو سره په تفاهم کې د هغوى د کراچيو لپاره نوې طرحه وړاندې کړه. ۱۵۰ ګرځنده پلورونکو ژمنه وکړه چې د نوې طرحې له مخې خپل فعاليتونه برابروي او خپل کار په منظم ډول تعقيبوي چې دغه طرحه نن اجرا شوه.
په نوې طرحه کې ١٥٠ګرځنده پلورونکو ته د دوى په لګښت يوشان کراچۍ جوړې شوې دي او له دې زيات ګرځنده پلورونکو ته له دغې طرحې بهر د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.
عليزي زياته کړه چې ټاکل شوې ده دغه طرحه په باغ عليمردان، پاميرسينما، د ميوند واټ په څلورلاره او پل خشتي کې هم تطبيق شي.
ختم-ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا