خبرونهټولنه

یوه مور او زوی یې په فراه کې د ګاز د خپرېدو له امله ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
یوه مور او زوی یې تېره شپه په فراه کې د ګاز د خپرېدو له امله ووژل شول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې دغه مور او زوی د فراه په مرکز پورې اړوند سنګ زور کلي کې له بخارۍ څخه د ګاز د خپرېدو له امله ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې د دغې کورنۍ دوه ماشومان هم په روغتون کې دي.
پای/ ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا