امنیت

یوولس وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

٢١- کابل / د مرغومي ۲۲ / باختر
یوولس وسله وال طالبان تېره شپه د روزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې پرامنیتي ځواکونود برید په وخت کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باخترآژانس خبریال ته وویل: طالبانو د روزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې پرملي او دفاعي ځواکونو د برید نیت درلود چې د دغو ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او په پایله کې ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول او ۸ نورټپیان شول.
په دې جګړه کې د طالبانو دوه موټرسایکلونه، وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا