خبرونهامنیت

یوولس کسان په هرات کې د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

کابل / د لنیدی ۱۸ / باختر

د هرات پولیسو نن په بېلا بېلو عملیاتوکې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۱ تنه ونیول.

د هرات د امنیې قوماندانۍ د عامه اړیکو د مطبوعاتو آمرعبدالاحد وليزاده باخترآژانس ته وویل چې د هرات پولیسو په څو بېلا بېلوعملیاتو کې ١١ تنه د ډول ډول جنايي جرمونه لکه وسله والې غلاوې، د غیرقانوني وسلو ساتل، د نشه يي توکو د پلورلواو د موبایلونو د غلا کولو په اړوند نیولي دي.

ولیزاده وویل چې له نیول شویو کسانوڅخه یوکلاشینکوف، یوه کمری تومانچه، دوه موټرسایکلونه او درې موبایلونه ترلاسه شوي او له دوی څخه تحقیقات پیل شوي دي.

پای-ع

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا