خبرونهامنیت

یو استاد په ننګرهار کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو

۳۳- کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
امنیتي مامورینو په ننګرهار کې یو استاد د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره.
وسله والو یرغلګرو ۲۴ ورځې مخکې په ننګرهار کې د نیمه لوړو زده کړو یو بنسټ ښوونکی استاد رحمان سعید وتښتاوه.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې دغه استاد د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
هغه وویل چې پولیس د یادو انسان تښتوونکو د نیولو په لټه کې دي.
ویل کېږي انسان تښتوونکو د ده د آزادولو په بدل کې پیسې غوښتې وې.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا