خبرونهامنیت

یو دیني عالم په فراه کې شهید کړای شو

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
وسله والو طالبانو یو دیني عالم د فراه په لاش جوین ولسوالۍ کې شهید کړ.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په اتو بجو او شلو دقیقو یو دیني عالم مولوي غلام سخي د فراه د لاش جوین ولسوالۍ په مربوطاتو کې شهید کړ.
محب زیاته کړه چې د فراه پولیسو منسوبینو د مولوي غلام سخي د شهادت د خبر په ترلاسه کولو سره اقدام وکړ او جګړه له طالبانو سره ونښته چې په پایله کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او د دوی دوه موټرسایکلونه د پولیس لاس ته ورغلل.
پای/سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا