امنیت

یو سړی په بغلان کې د نشه یی توکو د قاچاقو په تور ونیول شو

پلخمري / د مرغومي / ۲۴/ باختر
د بغلان د امنیې قوماندانۍ پولیسو یو تن په دغه ولایت کې د نشه یی توکو د قاچاقوپه تور ونیوه .
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د بغلان د امنیې قوماندانۍ له جنایی جرمونو سره د مبارزې پولیسو دغه سړی چې دوه کیلو ګرامه ښیښه ډوله نشه یي توکي په ننګرهار کې په یو سراچه موټر کې ځای پر ځای کړي وو او کندز ته یی د لېږدولو نیت درلود د پلخمري ښار د شمرق په امنیتي پوسته کې ونیول شو.
پای / سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا