امنیت

یو وېشت طالبان په زابل کې ووژل شول

۲۹- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د زابل په شینکۍ او شهر صفا ولسوالیو کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور یې ټپيان شوي دي.
د زابل امنیه قوماندان حکمت الله کوچي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په شینکۍ او شهر صفا ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر سنګرونو بریدونه وکړل چې په پایله کې ۲۱ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۶ نور یې ټپیان شول.
ویل کېږي په نښتو کې دوه سرتېري هم ټپيان شوي، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
پای/وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا