خبرونهامنیت

یو پولیس په کابل کې شهید شو

کابل / د لیندی ۲۲ / باختر
د پولیسو یو سرتیری تېره شپه د کابل ښارپه لسمه ناحیه کې شهيد کړی شو.
عیني شاهدانو د باخترآژانس خبریال ته وویل: د پولیسو د لسمې حوزې د دویم تولګی قوماندان مسیح الله فخري تېره شپه د کابل ښارپه لسمې ناحیې پورې اړوند د اورانوس هوټل ته څېرمه د نشه يي توکو د یو پلورونکي له لوري شهید کړی شو.
د کابل پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسي حال کې دی چې د چارشنبې په ورځ په کابل کې یو متقاعد افسر او یو دیني عالم شهیدان شول .
د یوبل خبرله مخې، کابل تېره ورځ د وژنې د دوو پېښو ډګر و.
وسله والو کسانو یوځوان په پنځمې ناحیې پورې اړوند د سیلو په ساحه او یوبل ځوان د کابل ښار د اوومې ناحیې په علاوالدین ساحه کې د یوموبایل پرسرشهیدان کړل.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا