ټولنه

یو پُل په فاریاب کې پرانیستل شو

۱۲- کابل / د مرغومي ۱۷ مه / باختر
په فاریاب کې د ۱۴ مترو په اوږدوالي یو کانکرېټي پُل پرانیستل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه پُل د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لارې د نږدې شپږو میلیونو افغانیو په لګښت او د ۱۴ مترو په اوږدوالي د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.
د دغه پُل په جوړېدو سره د سبد فروشانو، توقوزدرک، شمس الدین، میربرکه، بیش کین، دهیکچي خانه او عبدالله مخدوم کلیو څه دپاسه لسو زرو اوسېدونکو ته اسانتاوې برابرې شوې.
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا