
کابل/ د لړم ٢٢ مه / باختر
د طاهر يلداش زوى عزيز يولداش د هغې ډلې چې ځان د ازبکستان اسلامي غورځنګ مشر بولي د فارياب د غورماچ ولسوالۍ د حاجي سعيد په کلي کې د ببر د غاښې په ساحه کې د افغانستان د امنيتي اودفاعي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي دي ، چې په دغوعملياتوکې د عزيز يولداش زوى حکمت هم ټپى شوى دى.
په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي دي چې عزيز يولداش د هېواد په شمالي ولايتونو په تېره بيا فارياب ولايت کې په ناامنيو، تروريستي فعاليتونو اوزموږ د هېوادوالو په وژلو کې مهم رول درلود.
د امريکا متحده ايالات د ازبکستان حکومت د عدالت غوښتنې له مخې د ازبکستان د اسلامي تحريک ډله د نړيوالو ډاراچوونکو ډلو په تور لست کې شامل کړى دى .
ختم ج _اکرم