ټولنهروغتیا

په ننګرهار کې د املوکوحاصلات زيات شوي دي

٤٣- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
په ننګرهار کې د املوکوحاصلات د تېرکال په نسبت زيات شوي دي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ سږکال د ننګرهار له بڼونو څخه ٢٢٠٠ټنه املوک ترلاسه شوي دي په داسې حال کې چې دغه شمېر تېرکال ٢٠٠٠ټنه و.
اوس د ننګرهار د ١٤ ولسواليو په سلګونو بڼونوکې ٢٤ ډوله املوک ترلاسه کېږي
د ننګرهار د کرنې او اوبو لګولو رييس انعام الله صافى باختراژانس ته وويل چې سږ کال له سلګونو بڼونوڅخه ٢٢٠٠ټنه املوک ترلاسه شوي دي.
د سلګونو نورو بڼونو جوړول او د املوکو د روزنې له نويو لارو چارو سره د بڼوالو بلدتيا په ننګرهار کې د املوکو حاصلاتو د زياتوالي له اصلي علتونو څخه وباله.
هغه وويل د املوکو د زياتوالي لپاره د راتلونکې کال لپاره په سلګونو نويو بڼونه جوړېږي.
د رارسېدلوخبرونو له مخې؛ ټاکل شوې ده د جاپاني او صواتي املوکو په ګډون پنځه ډوله نور املوک په ننګرهارکې ازمايښت شي .
ننګرهار د ځانګړي هوا په لرلو سره د املوکو په ګډون د ډول ډول ميوو د روزنې لپاره مناسب ځاى دى .
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا